د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي چې هره ورځ د پاکستان په بېلابیلو سیمو کې د روانو ترهګریزو بریدونو له امله د بې ګناه پښتنو وینې توییږي.
اڅکزی وايي چې د پاکستان پارلمان بې وسه دی او ریاست ولس ته ځواب یوونکی نه دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمد خان اڅکزي نن شنبه «د لړم ۱۹مه» د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تمځای کې له ځانمرګي برید وروسته پر خپل اېکس لیکلي چې هره ورځ د پاکستان په بېلابیلو سیمو کې د ترهګرۍ په روانو بریدونو کې د بې ګناه پښتنو وینې توییږي.
دغه پښتون سیاستوال د روانو حالاتو پر وړاندې د پاکستان پارلمان بې وسه یاد کړی او ددغه هېواد ادارې یې ولس ته په نه ځواب ویلو تورنې کړې دي.
د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې د ۱۹ پاکستاني پوځیانو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
دغه چاودنه نن د شنبې پر ورځ د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تمځای کې شوې ده.
د چاودنې مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ پرغاړه اخستی.