د پاکستان پوځ وايي په جنوبي وزیرستان کې ۴ سرتېري او ۵ وسلوال ووژل شول

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۸

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، له وسلوالو سره په نښته کې څلور پوځیان او ۵ وسلوال ووژل شول.

دغه دفتر وايي، دا نښته د جنوبي وزیرستان په ګړیوم سیمه کې شوې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په دې خبرپاڼه کې په نښته کې وژل شوي کسان "خوارج" نومولي دي.

تر دې مخکې په چنګاښ میاشت کې په یوه رسمي اعلامیه کې د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان په په دغه کې یوه منع شوې ډله د "فتن الخوارج" په نوم معرفي کړې وه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د معلوماتو له مخې په دې جګړه کې وژل شوي سرتېري ۳۸ کلن صوبدار نایب د ټانک ولسوالۍ، ۳۰ کلن ګلاب زمان د کرک ولسوالۍ، ۳۰ کلن مزمل محمود د کرک ولسوالۍ او ۲۸ کلن حبیب الله د اورکزو ولسوالۍ اوسېدونکی شامل دي.

دغه دفتر وايي چې دغه امنيتي ځواکونه په زړورتيا سره له خپلو خلکو او هېواد څخه په دفاع کې ووژل وشول.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې په پښتونخوا ایالت او له افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د "ترهګرۍ ضد" عملیات زیات کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي، دا عملیات به تر هغه دوام وکړي چې "وروستی ترهګر له منځه نه وي تللی."

نور خبرونه

رادیو