د وای نېټ خبري اژانس لیکلي، د اسراییل د لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو همکارانو ویلي چې د پټو کمرو له لوري داسې ویډیو یې تر لاسه کړې چې په تل ابیب کې د لوی درستیز په دفتر کې د دفاع د پخواني وزیر یواوګالانټ او د نتنیاهو د دفتر د یو ساتونکي تر منځ شخړه شوې وه.
وای نېټ لیکلي، چې دغه ویډیو د دفاع د پخواني وزیر د بدنامولو په موخه ثبت شوې چې په روانه اونۍ کې د نتنیاهو له لوري په دې تور له دندې ګوښه کړای شو، چې د جګړې پر مهال یې متقابل باور له لاسه ورکړی و.
د وای نېټ د راپور له مخې، دغه پېښه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۱۲مه نېټه په غزه کې له جګړې پنځه وروسته پېښه شوې وه.
هغه مهال ګالانټ په تل ابیب کې د نتنیاهو دفتر ته د غونډې لپاره په ځنډ رسېدلی و، ځکه هغه ته په تېروتنه ویل شوي و چې غونډه د لوی درستیز په تلخونه «پیت» کې ترسره کېدونکې ده.
د وای نېټ د راپور پر بنسټ، د دغه ځنډ له امله نوموړي ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د لومړي وزیر دفتر ته ور دننه شي، له دې امله هغه عصباني کېږي او د لومړي وزیر د یو ساتونکي سره فزیکي اخ و ډب پېښېږي.
وای نېټ د یوې ناپېژندل شوې سرچېنې له قوله لیکلي، چې د لیکوډ پخواني ویاند یوناتان اوریخ «دغه فلم یې د پټو کمرو راخیستی او د ګالانت پر ضد یې کارولی او په دې توګه یې هغه ګواښلی دی.»
وای نېټ دا رنګه د یو جګپوړي سیاسي چارواکي له قوله لیکلي، چې هغه مهال هم نتنیاهو او د هغه همکارانو غوښتل چې ګالانت «ورټي».
دا دویم ځل دی، چې نتنیاهو ګالانت له دندې ګوښه کوي.
د لومړي ځل لپاره نتنیاهو د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې هغه له دندې لرې کړ؛ خو بیا یې له څه مودې وروسته نوموړی بېرته پر دغې دندې وګوماره.