جیش العدل د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بلوچستان سراوان په سرحدي سیمو کې د پاکستان او ایران د پوځ د ګډو عملیاتو له امله د دغې ډلې ۱۲ غړي وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
ويل کیږي، د ايران او پاکستان په دغو ګډو عملیاتو کې د جیش العدل ډلې مشر عبدالحمید تنیده چې په صلاح الدین فاروقي مشهور و هم وژل شوی دی.
د ایران او پاکستان حکومتونو په رسمي ډول د دغو عملیاتو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.
جیش العدل په خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغه برید کې د دغې ډلې دوه مشران مولانا حافظ ابراهيم سابکزی چې په حافظ احسان مشهور و او فقیر محمد محمد زهي چې امیر عمر مشهور و هم وژل شوي.
د پاکستان او ایران ځینو رسنیو تېره ورځ چهارشنبه د (لړم ۱۶مه) په خپلو راپورونو کې ویلي و، چې تېره شپه د پاکستان او ایران پوله ساتو ځواکونو د بلوچستان په غرنۍ سرحدي سیمه کې د «قاچاق وړونکو» پر ضد ګډ عملیات پیل کړي. رسنیو ویلي و، د ایران او پاکستان پر ګډه پوله د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
حال وش ویبپاڼې د ایران او پاکستان پر ګډه پوله د سیمه ییزو سرچینو له قوله ویلي چې د بلوچستان په سبزکوه، نکر، پروم او ګر سیمو کې چې ګڼ کلي پراته دي، جیټ الوتکو هوايي بریدونه کړي.
دغې رسنۍ ويلي، د هوايي بمبارۍ او چاودنو غږونه تر ډیرو لرې سیمو اوریدل شوي دي. خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د جیش العدل ډلې په خپل بیان کې ويلي، چې دا ډول بریدونه یې له ټاکلي هدف نه شي په شا کولی او خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکوي.
د ایران او پاکستان تر منځ په بلوچستان کې دغه ګډ عملیات او بریدونه داسې مهال شوي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر تللی.
جیش العدل وسله واله ډله له کلونو راهیسې د ایران پولي ته څېرمه په بلوچستان کې فعالیت کوي او د ایران حکومت پر خلاف وسله والې جګړې او نور بریدونه کوي.