پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پېښور پولیسو هغه نرښځی نیولی چې د دغه ښار له څمکنیو سيمې څخه یې یوه نجلۍ تښتولې وه.
د پوليسو په وینا تښتول شوې نجلۍ د نیول شوي نرښځي په کور کې تر پلټنو وروسته موندل شوې ده.
پېښور کې پولیسو رسنیو ته ويلي، چې د دغې نجلۍ د کورنۍ غړو د اکتوبر په ۲۲مه د پېښور په څمکنيو کې د پولیسو حوزې ته خبر ورکړی و او دغه پېښه یې ورسره ثبت کړې وه.
پولیسو ویلي، چې له دوو اونیو راهیسې یې په دغې نجلۍ پسې پلټنې کړې او په موندلو یې بریالي شوي دي.
د پېښور پولیس وايي، په دې اړه د دوی نورې پلټنې روانې دي او هڅه کوي چې د تښتونکي نور ملګري هم پیدا کړي.
تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده چې د دغې پېښې انګېزه څه وه، خو تر دې وړاندې په پېښور کې ځينې بوډۍ ښځې او سوالګرې د ماشومانو د تښتولو په تور نیولې شوې وې، خو دا ښایي لومړی ځل وي چې یو نرښځی د یوې نجلۍ په تښتولو تورن شوی دی.
داسې اټکلونه هم شته چې دغه کس د نورو په لمسون او یا د پیسو اخیستلو په پار دغه کار ته زړه ښه کړی وي، پولیس چارواکو هم لا تر اوسه په دې تړاو بشپړ وضاحت نه دی ورکړی.