د پاکستاني رسنیو د راپورونه له مخې چې تېره شپه د پاکستان او ایران پوله ساتو ځواکونو د بلوچستان په غرنۍ سرحدي سیمه کې د «قاچاق وړونکو» پر ضد ګډ عملیات پیل کړي.
رسنیو ویلي، د ایران او پاکستان پر ګډه پوله د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري تېره شپه په ایکس پاڼه لیکلي چې، د پاکستان او ایران پوله ساتو ځواکونو د بلوچستان په غرنۍ سرحدي سیمه کې د «قاچاق وړونکو» پر ضد ګډ عملیات پیل کړي.
حال وش ویبپاڼې هم تېره شپه د ایراني رسنیو پر بنسټ راپور ورکړی چې د بلوچستان په سرحدی سیمو کې د پاکستان او ایران ګډ پوځي او استخباراتي عملیات روان دي.
حال وش د ایران او پاکستان پر ګډه پوله د سیمه ییزو سرچینو له قوله ویلي چې د بلوچستان په سبزکوه، نکر، پروم او ګر سیمو کې چې ګڼ کلي پراته دي، جیټ الوتکو هوايي بریدونه کړي او الوتکې اوس هم الوتنې کوي.
دغې ویبپاڼې ويلي، د هوايي بمبارۍ او چاودنو غږونه تر ډیرو لرې سیمو اوریدل شوي دي. خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د پاکستان د بلوچستان صوبې پخواني چارواکي جان اڅکزي د پاکستان له خوا د دغو بريدونو په اړه په ایکس پاڼه یو یادښت لیکل شوی.
تر اوسه پورې د دغو عملیاتو او هوايي بمبارۍ په اړه دواړو هیوادونو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د ایران او پاکستان تر منځ په بلوچستان کې دغه ګډ عملیات او بریدونه داسې مهال شوي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې په دوه ورځني سفر بوخت دی.
اسلام اباد کې د ایراني رسنۍ ایرنا څانګې د پاکستان د یوې خبري سرچینې په حواله ویلي، چې د پاکستان او ایران سرحدي ځواکونو په بلوچستان کې پر ګډه پوله د «قاچاق وړونکو» پر ضد ګډ عملیات کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه ییزو پرمختګونو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد کې د سې شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره وکتل او د دوه اړخیزو دفاعي-پوځي همکاریو او د ګډو پولو د امنیت د ټینګښت لپاره د هڅو په اړه یې خبرې وکړې.