سرچینې: وزیرستان کې د پاکستان پوځ پر کاروان برید کې پنځه عسکر وژل شوي او شپږ ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۶

افغانستان انټرنشنل ته له سیمې ځايي سرچینیو ویلي، چې نن سهار د سوېلي وزیرستان په سرویکي سیمه کې د پاکستان پوځ پر کاروان وسله وال برید کې پنځه پوځیان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي.
د برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان منلی.

له سوېلي وزیرستانه ځايي سرچینیو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن چهارشنبه د (لړم ۱۶مه) ویلي، چې نن سهار د سرویکي په لدها سیمه کې د پاکستاني پوځ په یوه کاروان وسله والو برید کړی چې له امله یې پنځه پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي.
تر اوسه پورې په رسمي ډول پاکستاني پوځ څه نه دي ویلي، خو په پاکستاني پوځ ته په منسوبو ټویټر حسابونو کې د دغې پېښې په اړه خبرونه خپاره شوي.
دغو ټویټر حسابونو د وژل شویو شمېر څلور او د ټپیانو شمېر پنځه یاد کړی.
په سیمه کې خبریالان وايي، پر پاکستاني پوځیانو دغه برید په یوه کمین کې شوی او دواړو لوریو سخته جګړه کړې ده.
دغه خبریالان وايي، چې ښايي مرګ ژوبله تر دې هم لوړه وي، هغوی وايي چې ښايي وسله والو کسانو ته هم مرګژوبله اوښتې وي خو تر اوسه یې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونو زور اخیستی او په چاودنو او مخامخ بریدونو کې درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

نور خبرونه

رادیو