د خیبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې د بنګښ قوم خلک وايي، د پنجشنبې په ورځ به زرګونه کسان په دغه ولسوالۍ کې د دوامداره تاوتریخوالي، ترهګریزو پېښو او لارو بندېدو په غبرګون کفن په غاړه لاریون پیل کړي.
دغه خلګ په یاده ولسوالۍ کې د دوو قیبلو ترمنځ د وسله وال تاوتریخوالي او په کورمې ولسوالۍ کې د تیرې ورځې تازه پېښې په غبرګون چې دوه کسان د نامعلومانو کسانو له لوري وژل شوي و، د پاړه چنار پریس کلب مخې ته لاریون وکړ.
لاریون والو د تېري ورځې په پېښه کې د وژل شویو دوو کسانو مړي هم له ځانه سره لیږدول.
لاریون کوونکي وايي، د پنجشنبې په ورځ به دوی د خپل اعتراض ډول بدل کړي او کفن په غاړه به سړکونو ته راووخي.
د توري بنګښ د قوم مشر جلال بنګښ وايي، د ترهګریزو پيښو او د اوږدې مودې راهیسې د سړکونو له بندیدو څخه نور ستړي شوي دي.
نوموړی وايي، سلګونه زره خلک په خپلو سیمو کې بند پاتې دي او د غږ اوریدو یې څوک نه شته.
یاد اعتراض کوونکي وايي، په خپله سیمه کې د ناڅرګندو ځواکونو ترهګریز فعالیتونه ورته د زغملو نه دي.
دوی وايي، له تېرو ۲۶ ورځو راهیسې د لارو د بندېدو له امله خلک د خوراکي توکو او د ژوند د لومړنیو اسانتیاو له کمښت سره مخ دي او د درملو د کمښت له امله په تېرو ۲۶ ورځو کې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان مړه شوي دي.
لاریون کوونکو په هېواد دننه او بهر کې له خلکو وغوښتل، چې د یادې سیمې د ناامنیو د دریدو په موخه دي غږ پورته کړي.