پاکستان کې د پولیو د یوې بلې مثبتې پېښې په ثبتېدو سره دغه شمېر ۴۶ ته لوړ شو

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۵

د بلوچستان ایالت په کلا سیف الله کې د پولیو د تازه یوې پېښې په ثبتېدو سره روان کال په دغه هېواد کې د پولیو د پېښو شمېر ۴۶ ته لوړ شو.
د پاکستان د بیړنیو عملیاتو مرکز ویلي، د پولیو تازه پېښه په یوه څو میاشتني ماشوم کې لېدل شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پولیو د یوې تازه پېښې په ثبتېدو سره په روان کال کې په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۶ ته لوړ شوی.
د پاکستان د بیړنیو عملیاتو د مرکز د راپور له مخې، په روان میلادي کال کې د پولیو ډیرې ۲۳ مثبتې پېښې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې، ۱۲ په سند ایالت کې، نهه په خیبر پښتونخوا او یوه، یوه په پنجاب او اسلام اباد کې ثبتې شوې دي.
په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وروستیو نا امنیو او د پولیو واکسین په وړاندې د سیمې خلکو او وسله والو د حساسیت له امله په ډيریو سیمو کې دغه واکسین تر ټولو ماشومانو نه رسیږي چې په دې سره د پولیو پېښې په ډيرېدو دي.
د وسله والو په وروستیو بریدونو کې په دغو دوو ایالتونو کې نږدې شل د پولیو کارکوونکي او د هغوی ساتوونکي پولیس وژل شوي دي.
تېره ورځ د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي هم په دغه ایالت کې د پوليو په زياتېدو د اندېښنې په څرګندولو سره له خلکو وغوښتل چې خپل له پنځو کلونو کم ماشومان دې واکسین کړي او له دغه ناروغۍ سره دې ټینګه مبارزه وکړي.

نور خبرونه

رادیو