په پاکستان کې دوه چینايي وګړي د یوه امنیتي ساتونکي په ډزو ټپیان شول

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۵

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دوه چینايي وګړي نن د کراچۍ ښار د جامو په یوه سوداګریز مرکز کې د یو امنیتي ساتونکي په ډزو ټپیان شول.

په پاکستان کې پر چینايي وګړو د وروستیو بریدونو په لړ کې بېجینګ د خپلو وګړو لپاره د امنیت غوښتنه کړې ده.

له پيښې وروسته د کراچۍ صعنتي سیمه د پاکستاني پولیسو له خو کلابند شوې ده.

تر دې دمه د برید پړه کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه ده اخیستې او نه هم پاکستاني چارواکو د برید په اړه جزییات ورکړي دي.

د پاکستاني پولیسو یوه لوړ پوړي مشر فیضان علي رویټرز ته وویل: چې پر چینایي وګړو ډزې شوې، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

یوه پاکستاني پولیسو چاروکي د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل، چې ډرې د یوه امنیتي ساتونکي له خوا شوې دي.

نور خبرونه

رادیو