د خیبرپښتونخوا په پاړه چنار کې ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په ۲۱۶ موټرونو کې یې خوراکي توکي، درمل او تېل د پاړه چنار کورمې ولسوالۍ ته رسولي دي.
چارواکو ویلي، چې هلته له یوې اونۍ وروسته ټولې تعلیمي ادارې بېرته فعالې شوې دي.
د کورمې ولسوالۍ د پولیسو مشر جاویدالله محسود وايي، دمګړۍ د یادې ولسوالۍ په ټولو سیمو کې امنیت خوندي دی او په کورمه کې مذهبي مشرانو له امنیتي ځواکونو سره ژمنه کړې چې نور به تاوتریخوالی کوي.
د نوموړي په خبره د پيښور ـ پاړه چنار لاره چې د اکټوبر میاشتې په ۱۲ نېټه د مساپرو پر موټر د برید په غبرګون بنده شوې وه، نن دوشنبه له ۲۴ ورځو وروسته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
له پاړه چناره ځايي خبریالان وايي، چې په یاده ولسوالۍ کې ټولې تعلیمي ادارې چې د لارو د بندښت او مذهبي شخړو په پایله کې تړل شوې وې، له یوې اونۍ وروسته نن بېرته پرانیستل شوې.
د سیمې خلک له حکومت غوښتنه کوي، چې په راتلونکي کې په پاړه چنار کې د دا ډول پيښو مخه ونیسي.
د خیبر پښتونخوا په پاړه چنار کې د اکټوبر میاشتې په ۱۲مه نېټه د مساپرو پر یوه موټر برید وشو، چې له امله یې ۲۰ تنه ووژل او ۴۰ نور ټپیان شول.
په پاړه چنار کې د ځايي خلکو تر منځ دا ډول پيښې د مذهبي مخالفتونو او ځمکو پر سر رامنځته کیږي او ډيری وخت په دغه ډول لانجو کې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله هم اوړي.