د هند په شمال کې سیند ته د یوه بس موټر د غورځېدو په پېښه کې تږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۴

هندي چارواکو ویلي، چې تېره ورځ د هند په شمال کې یو زوړ مساپر وړونکی بس موټر چې ۴۲ سپرلۍ په کې وې، د یوې درې په منځ کې سیند ته غورځېدلی چې له امله ۲۴ کسان مړه او کڼ نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د اتراکنډ ایالت د المورا په یوه غرنۍ سیمه کې شوې ده.

د اتراکنډ ایالت یوه دولتي چارواکي وینیت پال ویلي، چې په بس کې ۴۲ سپرلۍ وې، خو د ۲۴ تنو جسدونه موندل شوي دي.

د راپورونو له مخې د پېښې په سیمه کې د ژغورنې ډلې ځای پر ځای شوې او چارواکو ویلي، ښايي د مړو شمېر لوړ شي.

ښاغلی پال وايي، ایالتي حکومت د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې لومړني معلومات ښيي، چې دغه پخوانی بس د سړک له سره ۶۰ متره ژورې کندې ته چې سیند په کې بهیږي غورځېدلی دی.

هند په نړۍ کې د سړکونو د خرابوالي له امله په ټرافیکي پېښو کې د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، چې هر کال په لسګونه زره خلک مړه او ټپیان کیږي.

په دغه هېواد کې ډیری ټرافیکي پېښې د چلونکو د بې احتیاطۍ، ورانو سړکونو او د موټرو د زوړوالي له امله رامنځته کیږي.

نور خبرونه

رادیو