د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې له ۰،۴ میلیونو ډېر سند نه لرونکي افغانان د خیبر پښتونخوا له لارې افغانستان ته ستانه شوي.
پاکستاني چارواکو ددغه هېواد ډان ورځپاڼې ته ویلي چې له بیلابیلو لارو په سلګونو زره افغانان افغانستان ته لېږل شوي دي.
ډان ورځپاڼې ددغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې افغانستان ته د بې اسنادو افغانانو د لېږلو په بهیر کې که څه هم اوس د پخوا په پرتله کمی راغلی، خو دا بهیر لاهم ادامه لري.
د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د پاکستان د کورنیو چارو پخواني سرپرست وزیر سرفراز بګټي له پاکستان نه د ناقانونه کډوالو د اېستلو اعلان وکړ او ویې ویل، چې د نومبر میاشتې ترپایه باید ټول بې اسناده کډوال «خپلو هېوادونو» ته ستانه شي.
د ډاڼ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې له پیل راهیسې تردې دمه د خیبر پښتونخوا له لارې ټولټال ۴۲۱ زره او ۱۱۲ تنه بې اسنادو افغان کډوال افغانستان ته لېږل شوي.
رپوټ زیاتوي چې د ۲۰۱۳ کال له نومبر راهیسې ۴۱۳ زره او ۸۲۶ تنه افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي او ۷۲۸۶ تنه شړل شوي دي. رپوټ وايي، چې د شنبې پر ورځ ۴۰۰ نور افغانان هم خپل هېواد ته په خپله خوښه ستانه شوي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ثبت شویو افغان کډوالو ترڅنګ په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته دغه هېواد ته ۰،۷ میلیونه نور افغانان هم ورغلي، چې سل زره ترې بېرته نورو هېوادونو ته تللي دي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، اوس مهال په پاکستان کې ۱.۳ میلیونه افغان کډوال د اوسېدو قانوني اسناد او ۰،۸ میلیونه نور افغان کارډ لري.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر اپریدي ډان ته ویلي، چې افغانستان دامهال له بشري ننګونو، په ځانګړې توګه د ښځو برخه کې له ستونزو سره مخ دی او د افغانانو جبري استول به د پناه غوښتونکو لپاره جدي پایلې ولري.