د اسراییل پوځ ویلي چې، د لبنان په سوېل کې د دغه هېواد د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د حزب الله شاوخوا دوه زره غړي وژل شوي دي.
دغه کسان د هوايي بریدونو او هم د جګړې په ډګر کې د نښتو پر مهال وژل شوي دي.
په دې توګه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه د روانې جګړې له پیل راهیسې د حزب الله د وژل شویو غړو شمېر شاوخوا درې زرو ته لوړ شوی دی.
په دغو وژل شویو کې د لبنان د حزب الله ډلې لس مهم مشران هم وژل شوي چې د دغو مشرانو وژل کېدل حزب الله ته لوی ګوزار بلل شوی.
د حزب الله په وژل شویو مشرانو کې د دغې ډلې تر نورو مهم مشر حسن نصرالله هم شامل و چې د دغې ډلې مشري یې په غاړه لرله.