پاکستاني رسنۍ وايي، د لاهور ښار د ککړې هوا او لوګي له امله د ککړو ښارونو په کتار کې بیا لومړی ځای خپل کړی او په دغه ښار کې پرته له اړتیا د نه ګرځېدو سپارښتنې شوې دي.
ویل کیږي، ساه لنډي، د سترګو خارښت او ورته ناروغۍ په ډېرېدو دي.
د لاهور ښار د هوا پېژندنې ادارې د دغه ښار په بیلابیلو سیمو کې د هوا د ککړتيا کيفيت په ډي اېچ اې کې ۱۹۱۷، ګلبرګ کې ۱۵۱۵، مرات علي روډ کې ۱۲۶۴ او عسکري ۱۰ سیمه کې ۱۲۵۷ درجې ثبت کړی دی.
لاهور کې د هوا ککړتیا له امله تعليمي ادارو په يوه اونۍ کې درې رخصتۍ ټاکلې چې زدهکوونکي د ککړې هوا له منفي اغېزو وژغوري.
د لاهور د هوا پېژندنې ادارې له مخې، په راتلونکو ورځو کې د باران امکان نه شته، چې له امله یې اټکل کیږي چې د هوا دغه ککړتیا څو برابره زیاته شي.
د دې تر څنګ په ملتان او پيښور کې هم هوا تر ډیره بریده ککړه شوې چې له امله یې ښاريانو ته د ساه لنډۍ او د سترګو د خارښت ناروغۍ ډیرې شوې دي.
روغتیايي کارپوهانود دغو ښارونو اوسیدونکو ته لارښوونه کړې چې ماسک وکاروي او له کورونو دې نه وځي.