د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د غزې د شمالي برخې په جبالیه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۵۰ ماشومان وژل شوي.
د دغې ادارې د راپور له مخې، په جبالیه کې د استوګنې پر دوو ودانیو بمبار دغه ماشومان وژلي دي.
د شنبې په ورځ د یونېسف له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې په شمالي برخه جبالیه کې ۵۰ ماشومان هغه مهال ووژل شول، چې اسراییل د استوګنې پر دوو هغو ودانیو بمبار وکړ، چې سلګونو کسانو د جګړې له وېرې په کې پناه اخیستې وه.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونېسف) اجراییه مشرې کاټرین رسل وايي، دا د غزې په شمال کې یوه خونړۍ اونۍ وه.
نوموړې په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د بشري کارکوونکو په ګډون په ملکي وګړو او په غزه کې پر ملکي ځایونو بریدونه باید ودرول شي.
یونېسف وايي، ملکي وګړي او ملکي جوړښتونه، د استوګنې ودانیو په ګډون، او همدارنګه د بشرپاله کارکوونکو او د هغوی وسایل باید تل د نړۍوال بشردوستانه قانون سره سم خوندي شي.
د دغې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بې ځایه کېدو یا اېستلو امر د جګړې هیڅ اړخ ته اجازه نه ورکوي، چې په سیمه کې ټول وګړي یا وسایل د نظامي هدفونو په توګه وګڼي او باید د نظامي او ملکي هدفونو تر منځ توپیر وشي.
یونېسف وايي: «خو بیا هم دا اصول په پرله پسې ډول تر پښو لاندې کیږي، چې په لسګونو زره ماشومان په کې وژل شوي، ټپیان شوي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره له اړینو خدمتونو بې برخې شوي.»
یونیسف د جګړې په دواړو غاړو هم غږ کوي چې د نړۍوالو قوانینو د درناوي د تضمین لپاره خپل اغېز وکاروي، او د ماشومانو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.