سرچینې: د پاړه چنار او پېښور تر منځ لویه لاره د ۲۳ ورځو په تېرېدو هم تړلې پاتې ده

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۳

سیمه ییزې سرچینې وايي، د لارې د بندښت له امله د پاړه چنار زده کړیالانو نن په پېښور کې عمومي خدمتونو او د لوړو زده‌کړو په ازموینه کې ګډون ونه شو کړی.

بل خوا سرچینې وايي، د پاړه چنارـ پیښور لویې لارې د بندیدو په غبرګون له تېرې اونۍ راهیسې پرلت هم وهل شوی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پيښورـ پاړه چنار ترمنځ لاره نن یکشنبې د (لړم ۱۳مه) د ۲۳مې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده.

د ځايي خبریالانو د معلوماتو له مخې، د پاړه چنار په مرکزي روغتون کې د درملو د خلاصیدو له امله د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځايي سرچینې وايي، په پاړه چنار کې د سړک بندیدو په غبرګون د بېلابېلو ګوندونو غړو د تېرو څلورو ورځو راهیسې پر (ار پي) څلورلارې باندې پرلت وهلی دی.

ځايي پولیسو خبریالانو ته ویلي، چې د پيښورـ پاړه چنار ترمنځ سړک د اکټوبر په ۱۲مه د ملکي وګړو پر موټر له ډزو وروسته د امنیتي ګواښونو له امله بند شوی دی.

د اکټوبر په ۱۲مه د ملکي وګړو پر موټر په برید کې ۱۵ کسان ووژل شول.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په پاړه چنار کې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي رخصت شوي او هلته خلګ د خوراکي توکو او درملو له سخت کمښت سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لارې د خلاصون او په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د وسله والې لانجې د پای ته رسولو په مومه د تېرو څو ورځو راهیسې د قومي او قبایلي مشرانو او ځايي امنیتي چارواکو په ګډون د امن جرګه دوام لري.

خو تر اوسه پورې جرګه وال په دې نه دې توانیدلي چې په پاړه چناره کې روانه لانجه حل کړي.

نور خبرونه

رادیو