د پاکستان د پنجاب ایالت په ختیز ریناله ښار کې د جومات یو ملا امام پر یوې دیارلس کلنې جینۍ د جنسي تیري په تور نیول شوی دی.
دې نجلۍ د اعظم ښارګوټي په ریناله دیني مدرسه کې زده کړه کوله او طبي معایناتو ثابته کړې چې اووه میاشتنی بچی یې په خېټه کې دی.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د دغه جومات ملا امام شاوخوا اووه میاشتې وړاندې پر خپلې زده کوونکې جنسي تېری کړی او بیا یې وېرولې، چې غلې پاتې شي. خو څه وخت وړاندې د نجلۍ مور د خپلې لور په وضعیت کې د بدلون له امله شکمنه شوې وه او تر پلټنو وروسته جوته شوه، چې پر لور یې ملا جنسي تېری کړی.
د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، طبي معایناتو ثابته کړه چې نجلۍ له اوو میاشتو راهیسې په خېټه ده.
د دې پېښې له افشا کیدو وروسته، د ریناله پولیس لاس په کار شول او شکمن ملا یې چې ملتان ته تښتیدلی و، ونیوه.
په پاکستان او افغانستان کې ګڼ شمیر کورنۍ د وړو نجونو په ګډون خپل ماشومان جوماتونو او دیني مدرسو ته د دیني زده کړو لپاره لیږي.