په پاکستان کې د بې پولې خبریالانو ټولنې روان کال تر ټولو نورو هغو مرګونی کال بللی او ویلي یې دي، چې په دغه کال کې شپږ تنه خبریالان وژل شوي دي.
دغې ټولنې د نومبر د دویمې نېټې د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړۍوالې ورځې په پار دغه څرګندونې کړې دي.
د بې پولې خبریالانو بنسټ وایي، په دغه کال کې یې د خبریالانو پر ضد ۵۷ پېښې ثبتې کړې او وایي د دغو پېښو اصلي لامل د مجرمینو لپاره هغه معافیت دی چې د حکومتي چارواکو د چوپ پاتې کېدو له امله دغه راز پېښې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي.
په اسلام اباد کې د بې پولې خبریالانو ټولنې مشر اقبال خټک وایي، سره له دې چې په ۲۰۲۱ کال کې د خبریالانو د خوندیتوب قانون نافذ شوی؛ خو تر اوسه د دغه قانون د پلي کولو لپاره نه مرکزي حکومت او نه هم صوبایي ادارو هغسې ګامونه اخیستي چې دوی یې تمه لرله.
په هغه راپور کې چې د پاکستان د بې پولې خبریالانو ټولنې خپور کړی، راغلي چې دوی له ۲۰۲۳ کال له نومبر د میاشتې څخه د ۲۰۲۴ کال تر اګسټ میاشتې پورې پر خبریالانو د یوولسو وژونکو پېښو راپورونه ثبت کړي، چې په دې کې د خبریالانو تر څنګ د ډیجیټل رسنیو پر کارکوونکو هم پنځه بریدونه شامل دي.
د پاکستان د بې پولې خبریالانو په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د خبریالانو پر ضد د شویو پېښو تر یوه بریده پاکستاني محکمو مداخله کړې او دغه قضایي مداخلې د یو تریخ واقعیت د څرګندېدو لپاره د هیلو یو څرک بلل کېدای شي او خبریالانو ته د یوې تتې رڼا څرګندونه کوي؛ خو په لېکنه یې چې دغه څه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره بسنه نه کوي.
د راپور په وروستۍ برخه کې راغلي، د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره اړینه ده چې له دې وروسته دې د مجرمینو د معافیت مخه په چورلټ ډول ونیوله شي او په دې برخه کې دې د حکومت، مدني ټولنې او رسنیو د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره پاخه ګامونه واخیستل شي.