د هسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز د شنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) وویل، چې د هسپانیا په معاصر تاریخ کې ترټولو خونړي سیلابونو لږترلږه ۲۱۱ کسان وژلي او ډېر نور ورک دي.
دغو خونړيو سیلابونو څلور ورځې مخکې د والنسیا ختیځه سیمه په پراخه توګه اغیزمنه کړه.
سانچیز په یوې ټلویزیونې بیانیه کې وویل، چې سیمې ته یې ۵۰۰۰ زره نور سرتېري هم لیږلي تر څو د لټون په عملیاتو کې مرسته وکړي. تر دې وړاندې سانچیز ۲۵۰۰ سرتېري سیمې ته لیږلي وو.
سانچیز وویل: «دا د سولې په وخت کې د اسپانیې د وسله والو ځواکونو له خوا ترټولو لوی عملیات دي. حکومت به د اړتیا په صورت کې ټولې اړینې سرچینې وکاروي.»
د هسپانیا حکومت له دغه مرګوني سیلاب وروسته په دغه هېواد کې درې ورځنی ماتم هم اعلان کړی و.
تر دې مخکې رویترز لیکلي و، د سېلابونو خبرداریو ته د ځايي حکومت سُست غبرګون او دغه کړکېچ ته د چمتووالي پر نشتوالي سختې نيوکې شوي او اعتراضونه تر دې کچې رسېدلي چې ټولنيزو ډلو او اتحاديو د والنسیا د ځايي حکومت د مشر کارلوس مازون د استعفا غوښتنه کړې ده.
دا پیښه د هسپانیا په معاصر تاریخ کې د سیلابونو له امله رامینځته شوې ترټولو لوی طبیعي ناورین په توګه ثبت شوې.