اکسوس خبري رسنۍ د یو امریکايي چارواکي او یو پخواني اسراییلي چارواکي له خولې لیکلي، چې په وروستیو ورځو کې د جو بایډن ادارې ایران ته خبرداری ورکړی چې د اسراییل پر ضد له بل برید څخه ډډه وکړي.
د دغه راپور له مخې، واشنګټن تهران ته ټینګار کړی، چې که دا ډول برید ترسره شی، بیا به د اسراییل د کنټرولولو توان ونه لري.
تر دې مخکې، نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د ایران اسلامي جمهوریت د درېیو چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې د دغه هیواد مذهبي مشر د دوشنبې په ورځ د ملي امنیت عالي شورا ته امر کړی، چې پر اسراییل د برید لپاره چمتووالی ونیسي.