اسراییلي رسنۍ: د بیروت په سویل کې د هوايي برید هدف حسن نصرالله و

AP ۱۴۰۳ تله ۶

د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې، د بیروت په سویل کې د اسراییل د هوايي برید هدف د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله و.

حزب الله ته یوې نږدې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې هغه ژوندی دی.

د فاکس نیوز خبریال د اسراییلي سرچینو په حواله لیکلي، چې د بیروت په سویل کې د هوايي برید موخه د حسن نصرالله مرکز و.

تر اوسه د نصرالله د ټپي کېدو یا وژل کېدو په اړه کوم رسمي راپور نه دی ورکړل شوی، خو العربیه ویلي، چې دا یو ناکامه برید و.

همدا راز، د حزب الله یو چارواکي رسنیو ته ویلي، چې په دې هوايي برید کې شپږ ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د اسراییل او حزب الله تر منځ د شخړه پر مهال هم په غزه کې د اسراییل عملیات دوام لري.

د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېره یوه اونۍ کې په لبنان کې شاوخوا ۷۰۰کسان وژل شوي دي.

فلسطیني ادارې اسراییل په کراتو د فلسطینیانو په نسل وژنې تورن کړی.

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه، کې د فلسطینیانو نسله وژنه رد کړه او په خپله وينا کې یې وويل: «اسرایيل په دروغو په نسل وژنې تورن دی، موږ د هغه دښمن په وړاندې له ځانه دفاع کوو چې غواړي زموږ په وړاندې نسل وژنه کوي.»

هغه زیاته کړه: «موږ سیمې ته سلګونه ټُنه خوراکي توکي راوړل او دوی دروغ وايي، چې موږ د غزې خلک لوږې ته پریښي.»

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې وویل، چې "حماس باید له منځه یوړل شي" او پر فلسطیني اسلامي ډلې یې غږ وکړ چې په غزه کې د "جګړې پای" لپاره خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

ملګرو ملتونو کې د فلسطین پلاوي وویل: « چې موږ به خپله خاوره پرې نه ږدو.»

نور خبرونه

رادیو