غزه کې پر یو ښوونځي چې بې ځایه شوي خلک په کې اوسېدل د اسراییل په برید کې ۱۴ کسان وژلي

AP ۱۴۰۳ تله ۵

د فلسطیني ډاکټرانو په وینا؛ د پنجشنبې په ورځ د غزې په شمال کې پر یو ښوونځي چې بې ځایه شوې کورنۍ په کې اوسېدلې د اسرايیلي الوتکو په برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي.

د اسراییل پوځ ویلي دي، چې هغه وسله وال یې په نښه کړي چې دغه ودانۍ یې کاروله.

د غزې د روغتیا وزارت او د ملکي اضطراري خدماتو په وینا؛ د جبالیه په کمپ کې د الفلوجه په ښوونځي د اسراییلي توغندي له لګېدو وروسته یو شمېر کسان ټپیان شوي او نور لا درکه دي.

د اسراییل پوځ ویلي، د برید موخه هلته د حماس د وسله والو د قوماندې مرکز وو.

اسراییل په پرله پسې توګه حماس تورنوي چې د نظامي موخو لپاره ملکي ودانۍ کاروي، هغه څه چې حماس یې تل ردوي.

سره له دې چې په غزه کې جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې، د لبنان په شمال کې د حزب الله پر وړاندې د اسراییل جګړه مخ په پراخېدو ده.

د غزې روغتيايي چارواکي وايي، چې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د حماس جنګياليو له خوا پر اسراييلي ښارګوټو له بريد وروسته پیل شوې جګړه کې تر ۴۱ زره ۴۰۰ زيات فلسطينيان وژل شوي.

پر اسراییل د حما برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور يرغمل شوي وو.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې د پنجشنبې په شپه په غزه کې د اسراییل د پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ تنه وژل شوي دي.

د حماس او اسلامي جهاد وسله والو ډلو ویلي، چې د دوی جنګیالیو د غزې په مرکزي سیمه کې پر اسراییلي ځواکونو د څو هاوانونو پر مټ برید کړی دی.

حماس ویلي، چې د دوی جنګیالیو هم په خان یونس کې هم د اسراییلي ځواکونو پر ضد د هاوان پر مټ بریدونه پراخ کړي دي.

د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې اسرايیلي ځواکونو د غزې په سویلي ښار رفح او د غزې د ښار په څنډه کې د زیتون په سیمو کې عملیات کړي او په دواړو سیمو کې یې ګڼ کورونه په بمونو الوځولي دي.

په دغو سیمو کې د جګړې په اړه لا اسراییل کومه تبصره نه ده کړې.

نور خبرونه

رادیو