پر لبنان د اسراییل په تازه بمباریو کې ۷۲ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ تله ۵

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د چهارشنبې په ورځ په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې ۷۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان دي.

د دغو شمېرو په خپرېدو، پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۲۰ ته او د ټپیانو شمېر ۱۷۰۰ ته لوړ شو.

ویل کېږي، چې په وژل شویو کسانو کې ۵۰تنه یې ماشومان دي.
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په لبنان کې د اسراییل د پراخو بربدونو له کبله ښايي شاوخوا ۵۰۰ زره کسان بې ځایه شوي هم وي؛ خو ملګري ملتونه بیا دغه شمېره ۹۰ زره ښیي.
ورته مهال د اسراییل د پوځ مشر له لبنان سره د پولې په اوږدو کې خپلو پوځیانو ته ویلي، چې د حزب الله پر ضد د احتمالي ځمکني برید لپاره چمتو اوسي.
له بل پلوه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبرداری ورکړی، که اسراییل جګړه نوره هم پراخه کړي؛ نو تهران به د لبنان هر ډول ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډې ته په وینا کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش هم ویلي، چې لبنان بابد په "بلې غزې بدل نه شي" او د سملاسي اوربند غوښتنه یې وکړه.

نور خبرونه

رادیو