د لبنان حزب الله وايي، چې د اسراييل په بمباریو کې يې یو جګپوړی قوماندان وژل شوی دی

AP ۱۴۰۳ تله ۴

د لبنان حزب الله ډله وایي، په دغه هېواد کې د اسراییل په سختو بمباریو کې یې یو جګپوړی قوماندان وژل شوی دی.
حزب الله منلې، چې ابراهیم محمد قبیسي د چهارشنبې په سهار وژل شوی دی.

تر دې څو ساعته مخکې اسراییلي پوځ ویلي و، چې هغه د بیروت په سویلي ښارګوټي کې په غبیري کې په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.
اسراییلي چارواکو ویلي، چې قبایسي په ۲۰۰۰ کال کې د هغه برید مسوول و چې په ترڅ کې یې درې اسراییلي سرتېري تر تښتونې وروسته وژل شوي وو.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسراییل په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د لبنان د روغتیایي چارواکو په وینا، د دوشنبې راهیسې د اسراییل بریدونو په لبنان کې لږ تر لږه ۵۶۹ کسان وژلي او ۱۸۳۵ نور یې ټپیان کړي دي.
له بل پلوه په بیروت کې د کړکېچنو حالاتو له امله خلک سخت اندېښمن دي.
تېره ورځ هم لبناني چارواکو ویلي و، چې د اسراییل د هوایي بریدونو له امله "زرګونه کورنۍ" بې ځایه شوې دي.
اسراییل ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې یې د حزب الله "لوی شمېر" جنګیالي وژلي.
له بل پلوه د عراق لومړي وزیر محمد شیعه السوداني د لبنان د کړکېچ په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د عربي مشرانو د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې.

نور خبرونه

رادیو