حزب الله: د مخابراتي وسایلو د چاودنې له امله ۱۵۰۰ جنګیالیو د عملیاتو توان له لاسه ورکړ

AP ۱۴۰۳ تله ۴

د حزب الله یو نامعلوم چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د دې ډلې پر مخابراتي تجهیزاتو وروستي برید کې د حزب الله ۱۵۰۰ غړي د ټپونو له امله له فعالیته وتلي دي.

د حزب الله دغه ډېری غړي پر سترګو ړانده او یا یې لاسونه پرې شوي دي.

که څه هم دا ټپونه یو لوی ګوزار ګڼل کیږي؛ خو یوازې د حزب الله د فعالو غړو یوه کوچنۍ برخه پکې شامله ده.

په دې وروستیو کې د امریکا په کانګرس کې یو راپور وړاندې شو، چې د حزب الله د جنګیالیو شمېر له ۴۰ زرو تر ۵۰ زرو اټکل شوی دی.

د حزب الله مشر حسن نصرالله وايي، دغه ډله سل زره کسان لري.

د تېرې اونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د حزب الله ډلې پيجر او بېسیم وسایل په همغږو عملیاتو کې وچاودېدل.

حزب الله د چاودنې پړه پر اسراييل واچوله، خو تل ابیب تر اوسه رسمي په دې اړه څه نه دي ويلي.

نور خبرونه

رادیو