زیلینسکي د ملګرو ملتونو ناستې ته وویل، چې روسیه باید سولې ته اړ اېستل شي

AP ۱۴۰۳ تله ۴

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوازې خبرې اترې بسنه نه کوي؛ روسیه باید «سولې ته اړ اېستل» شي.

زیلینسکي وویل، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو "نړۍوال جرم" کړی او زیات نړۍوال قوانین یې مات کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې دغه جګړه په اسانۍ نه ختمېږي.

د هغه په وینا، روسیه یوازې سولې ته اړ اېستل کېدای شي او دا هغه څه دي چې ورته اړتیا ده.
هغه وایي، روسیه په دې جګړه کې د یواځیني یرغلګر او د ملګرو ملتونو د منشور یواځیني سرغړونکي په توګه باید سولې ته اړ اېستل شي.

نور خبرونه

رادیو