د ټېک ټاک شرکت خپلو کارونکو ته د عاید نوي فرصتونه چمتو کوي او د سبسکرایب فیچر ته ټولو جوړونکو ته لاسرسی ورکول کیږي.
مخکې دا فیچر یوازې پر ټېک ټاک کې په ژوندۍ بڼه د ګډون کاروونکو لپاره و.
اوس د سبسکرایب فیچر له لارې هر هغه کس چې عمر یې اتلس یا له اتلسو څخه پورته وي د پیسو ګټلو فرصت شته؛ مګر ځیني شرایط هم موجود دي.
د کارونکي فالورز باید لږ تر لږه ۱۰ زره وي او د یوه کال څخه په لږه موده کې باید یوه ویډیو یې له ۱۰۰ زرو ډېره لیدل شوې وي.
ټېک ټاک په ۲۰۲۰ کال کې سبسکرایب فیچر په لایف کې د یوټیوب د ننګولو لپاره جوړ کړی و.
ټېک ټاک د سبسکرایب لپاره درې کټګورۍ وړاندیز کړي.
سبسکرایب کارونکو ته د خپلې خوښې ویډیو جوړونکو د منځپانګې، چینلونو او سټیکرونو ته د لاسرسي لپاره میاشتنی معاش ورکوي.
د دې وسیلې له لارې کارونکي به وکولی شي د ځانګړې منځپانګې د فیس لپاره پیجونو او نور ډېر څه له لارې پیسې وګټي.
کارونکې له خپلو پېرودونکو سره چټ هم کولی شي.
د سبسکرایب فیچر په برازیل، فرانسه، جرمني، هسپانیه، بریتانیا، اندونیزیا، ایټالیا، جاپان، سویلي کوریا او متحده ایالاتو کې پیل کیږي.
ټېک ټاک کمپنې به دا فیچر په نورو هېوادونو کې وروسته فعاله کړي.