د ترکیې ولسمشر: نړۍواله ټولنه باید د فلسطیني ملکي وګړو د ساتنې میکانیزم رامنځته کړي

AP ۱۴۰۳ تله ۳

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو په ۷۹مې غونډه کې د اسراییل چلند ته په اشارې سره وویل: «نړۍواله ټولنه باید د فلسطیني ملکي وګړو د ساتنې میکانیزم رامنځته کړي.»

هغه د خبرو په دوام کې دې ته هم اشاره وکړه، چې ترکیه هغه هېواد دی، چې غزې ته تر ټولو زیاتې مرستې رسوي.

هغه وویل: «موږ د لبنان د خلکو او د لبنان د حکومت تر څنګ ولاړ یو. موږ حقیقت هغه ډول چې دی وینو.»

اردوغان همدا شان د دایمي اوربند اړتیا ته اشاره وکړه او ویې ویل: «یرغمل شوي او بندیان باید تبادله شي او غزې ته بشردوستانه مرستې باید په پرله پسې او دوامداره توګه ورسیږي.»

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ملګروملتونو کې په خپله وینا کې غزه کې د لویدیځې نړۍ ارزښتونو ته په اشارې سره وویل: «د اسراییل حکومت د بشر اساسي حقوقه له پامه غورځوي.»

د ترکیې ولسمشر د خپلو خبرو په دوام دې ته په اشارې سره چې د اسراییل د حکومت ملاتړ باید ختم شي وویل: «هغو هېوادونو ته چې له قید او شرط پرته له اسراییل څخه ملاتړ کوي غواړو پیغام ورکړو. تر کله غواړئ چې د دې بې شرمانه قتل عام شهدان اوسئ؟»

اردوغان دې ته په پام سره چې د اسراییل لپاره د یوې ډلې هېوادونو ملاتړ د دې تیري د دوام لامل دی خبرداری ورکړ: «هغه هېوادونه چې د اسراییل په اړه ویلو ته څه لري، په ښکاره ډول په جرم کې شریک دي.»

ترکیه یو له هغوی هېوادونو څخه ده، چې په غزه کې یې روانه جګړه غندلې او اسراییل یې د فلسطین د عامه خلکو په وژلو مجرم ګڼلی دی.

نور خبرونه

رادیو