په غزې کې ډاکټران وايي، چې د دوشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو په دوو بریدونو کې د څلورو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان ووژل شول.
بل خوا، د سختو بارانونو له امله د بې ځایه شویو فلسطینیانو خیمو له اوبو ډکې شوې او ژوند یې ورته لا سخت کړی دی.
پر غزې د اسراییل پراخ بریدونه، چې اوس یې نږدې یو کال کېږي، په داسې حال کې دوام لري، چې د نړۍوالو پام په لبنان او شمالي اسراییل کې د حزب الله وسله والو او اسراییل ترمنځ جګړې ته اوښتی دی.
د فلسطین روغتیایي چارواکو وویل، چې د غزې د تړانګې د کډوالو د اتو تاریخي کمپونو څخه په نصیرات کمپ کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو په یو ښوونځي کې لږ تر لږه پنځه فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسرايیل پوځ ویلي، چې د حماس د قوماندې یو مرکز یې په یوه ودانۍ کې په نښه کړی، چې پخوا د یو ښوونځي په توګه کاریدله.
په همدې حال کې دوشنبې په ورځ د دیر البلاح په ښار کې پر یو کور باندې د اسراییل هوايي برید، یوه ښځه او څلور ماشومان وژلي دي.
په دې سیمه کې نږدې یو میلیون بیځایه شویو فلسطینیانو پناه اخیستې ده.
د اسراییل پوځ د دې پېښې په اړه لا څه نه دي ویلي.
د حماس وسله والې څانګې د دوشنبې په ورځ وویل، چې د دوی جنګیالیو د رفح ښار په ختیځ کې د اسراییلي ځواکونو د اکمالاتو پر کاروان د ټانک ضد راکټونو په کارولو سره یې برید کړی.
حماس د برید د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
تېره شپه د پرله پسې بارانونو له امله د غزې د بې ځایه شویو لپاره یوه سخته او ستونزمنه شپه وه، د ډېری بې ځایه شویو خیمې د باران له اوبو ډکې شوې او ځینې ویجاړې شوي دي.
ځینې بې ځایه شویو په خیمو کې د اوبو د څڅېدو لپاره سطلونه ایښي او نورو بیا د خیمو شاوخوا کندې ویستلي چې د باران اوبه په کې ټولې شي او خیمو ته زیان ونه رسیږي.
۳۰ کلن احمد البري وویل، چې خلکو خپلې خیمې د اوړو له بوجیو، زړو جامو او له پلاستیکي کڅوړو جوړې کړې دي او کله چې باران کیږي، اوبه او باد ډېرې خیمې له ځانه سره وړي.