ایراني رسنۍ وايي، چې تېره شپه ناوخته د دغه هیواد د خراسان ولایت د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو د چاودنې له امله ۳۰ کسان مړه شوي او ۱۷ ټپیان شوي.
ويل کیږي په دغه کان ۶۹ تنو کار کاوه چې پاتې نور کسان لا ورک دي.
د ایران خبري رسنۍ ایسنا نن یکشنبه د (تلې لومړۍ نیټه) په خپله ویب پاڼه د ایران خراسان ولایت د سرې میاشتې د مشر له قوله لیکلي چې تېره شپه ناوخته د دغه هیواد په خراسان ولایت کې د ډبرو سکرو په کان کې د ګازو د چاودنې له امله ۳۰ تنه مړه او ۱۷ تنه ټپیان شوي.
دغه رسنۍ وړاندې وايي، په دغه کان ټول ۶۹ تنه کاریګر په کار بوخت وو، چې تر اوسه پورې ۳۰ تنه مړه او ۱۷ ټپیان موندل شوي او پاتې هغه یې لا ورک دي.
ویل کیږي، د ایران ژغورونکې ډلې په دغه ویجاړ شوي کان کې په پلټنو بوخت دي.