اسراییل په لویدیځه غاړه کې د الجزیرې دفتر وتاړه

AP ۱۴۰۳ تله ۱

اسراییلي پوځیانو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د الجزیرې خبري شبکې پر دفتر برید وکړ او دغه دفتر یې د ۴۵ ورځو موقتي مودې لپاره وتاړه.

اسراییلي پوځیانو د یکشنبې په سهار په رام الله کې د الجزیرې ودانۍ ته د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال ننوتل او د خپرونو د ځنډېډو امر یې وکړ.

په رام الله کې د الجزیرې د دفتر مشر ولید العمري ویلي، چې اسراییل غواړي حقیقت له منځه یوسي او د حقایقو د اورېدلو مخه ونیسي.

د قطر د ټلویزیوني شبکې او اسراییلو ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې وې؛ خو په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې دغه اړيکې د پام وړ خرابې شوې دي.

د مې په میاشت کې هم اسراییلي ځواکونو په ناصرت او ختیځ بیت المقدس کې د الجزیرې پر دفترونو بریدونه وکړل.

غزې تړانګې ته د بهرنيو خبريالانو پر ننوتلو د بندېز لګولو سره په سيمه کې مېشت د الجزيرې کارکوونکي يوازيني خبريالان دي، چې له سيمې څخه د روانې جګړې پوښښ کولی شي.

اسراییل دا شبکه د خپل ملي امنیت لپاره ګواښ او یوه ترهګره رسنۍ بللې ده.

دغه تور الجزیرې رد کړی دی.

نور خبرونه

رادیو