د خارکیف ښاروال ايهور تيريخوف وويل، چې روسي ځواکونو د شنبې په ماښام د اوکراين په دويم ستر ښار خارکيف کې پر يوه څو پوړيزه د استوګنې ودانۍ بريد وکړ، چې ۲۱ تنه يې ټپيان کړل او يو شمېر اوسېدونکي يې د کورونو پرېښودو ته اړ کړل.
بل خوا، د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې تر کنټرول لاندې لوهانسک سیمه کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو اور وژونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
خارکیف چې د روسیې له پولې څخه ۳۰ کیلومتره لېرې دی پر اوکراین د یرغل له پیل راهیسې، د مسکو د پرله پسې بریدونو لاندې راغلی دی.
تیریخوف پر ټېلېګرام لیکلي، چې په خارکیف کې دغه ودانۍ د روسیې د یو لایزري بمب پر مټ په نښه شوې او دا چې ۶۰ تنه اوسېدونکي یې له ودانۍ ایستلي دي.
هغه زياته کړه، په ټپيانو کې يو اته کلن او دوه ١٧ کلن ماشومان شامل دي.
ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي دا برید غندلی او د روسیې د بریدونو په وړاندې د دفاع لپاره یې د کییف له لویدیځو ملګرو څخه د لا زیاتو وسلو غوښتنه کړې ده.
هغه پر ټولنیزو رسنیو لیکلي: "اوکراین د اوږد واټن ویشتونکو بشپړ ظرفیتونو ته اړتیا لري او موږ کار کوو چې خپل متحدین په دې اړه قانع کړو."
بل لور ته د روسیې د بې پیلوټه الوتکې برید د شنبې په ورځ د نیکوپول په ښار کې دوه تنه ووژل.
سیمه ییزو څارنوالانو وویل، د کورخوف په ختیځ ښارګوټي کې یو کس د روسیې د توپچي په برید کې وژل شوی دی.
همدا راز، د سومي په سیمه کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې روسي الوتکو د شوستکا په ښارګوټي کې د انرژۍ زېربناوې په نښه کړې دي.
د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو باندې د اوکراین برید
بل خوا، د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې تر کنټرول لاندې لوهانسک سیمه کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو اور وژونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
دغه وزارت پر ټېلېګرام خپور کړي پیغام کې وویل، چې د بې پیلوټه الوتکې برید هغه مهال شوی، چې اور وژونکي د یوې اورلګیدنې پر کنټرولولو بوخت وو.