فاکس نیوز د یوه پخواني افغان څارنوال له قوله ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې ۳۲ مخکیني حکومتي څارنوالان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه څارنوال وویل چې د طالبانو په زندانونو کې د ۵۰ نورو څارنوالانو د برخلیک په اړه معلومات نه لري.
فاکس نیوز د شنبې په ورځ د (زمري۲۷مه) واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت د طالبانو تر واک لاندې د مخکنیو حکومتي څارنوالانو د وضعیت په اړه راپور ورکړ.
جو مایډا، چې تر ۲۰۱۹ کال پورې په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو په قومانداني کې دنده ترسره کړې، فاکس نیوز ته وویل چې طالبان «د ترهګرۍ ضد څارنوالانو په لټه کې دي چې له هغوی غچ واخلي.»
د هغه په وينا، طالبان ښارونو ته د ځانګړو ځواکونو په لېږلو او جوماتونو ته د لیکونو په لېږلو سره د څارنوالانو په لټه کې دي.
سعید (د یوه مخکیني څارنوال پټ نوم) فاکس نیوز ته یوه فایل چمتو کړی چې د ۳۲ افغان څارنوالانو په اړه معلومات لري چې د ۲۰۲۱ کال د جولای له پنځمې راهیسې وژل شوي دي.
د دغو اسنادو له مخې، د درېیو ښځو په ګډون ډېری قربانیان یا په عامه ځایونو او یا هم په کورونو کې د ناڅرګندو کسانو او یا هم د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
سعيد وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته سل نور څارنوالان ټپيان شوي او ٥٠ نور د طالبانو په زندانونو کې دي، چې برخليک يې نه دى معلوم.
دغه څارنوال اټکل کړی، چې شاوخوا زر افغان څارنوالان اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي او شاوخوا ۱۵۰۰ نور په افغانستان کې بند پاتې دي، چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د فاکس نیوز د راپور له مخې په امریکا کې مېشت ډېر شمېر وکیلان د افغان څارنوالانو د ملاتړ لپاره کار کوي.
د لویزیانا لویې څارنوالې هیلري مور وویل چې هغه د سلګونو افغان څارنوالانو سره په اړیکه کې ده چې اوس د مرستې غوښتنه کوي. نوموړې اټکل کوي چې د افغانستان شاوخوا شل سلنه څارنوالانې او قاضیانې ښځې دي او په هېواد کې دننه له ګواښ سره مخامخ دي.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه. خو په تېرو درېیو کلونو کې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو د څارنوالانو او پوځي کارکوونکو په ګډون د سلګونو مخکنیو حکومتي چارواکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.