د امریکا ولسي جرګې غړی:له افغانستانه د امریکا په وتلو، د واشنګټن دښمنان نور هم «مغرور» شوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۸

د جمهوري غوښتونکو استازي پیټ فالون وویل چې د بایډن او هریس د ادارې «بې کفایتي» او ناسمې پرېکړې له افغانستانه د امریکا د شرموونکي وتلو لامل شوې.

هغه وايي، داسې پرېکړو یوازې د امریکا دښمنان، لکه ایران، چین او روسیه نور مغرور کړي دي.

امریکا په افغانستان کې له دوه لسیزو شتون وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې ووتله. د امریکا له وتلو سره د افغانستان مخکینی حکومت ړنګ شو او طالبان بېرته واک ته ورسېدل.

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، د بایډن او هریس اداره باید له افغانستانه د ناببره او خونړي وتلو له امله مسووله وګڼل شي. کمېټې زياته کړه چې په سبټمبر کې به د کميټې څیړنیز راپور مسوول کسان ځواب ویلو ته اړ کړي.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک‌کال وویل، افغان ولس د «طالبانو د رژیم د اوسپنیزې مټې لاندې» کړیږي.

مک‌کال ټینګار وکړ چې د بایډن اداره پرته له دې چې ډاډ ترلاسه کړي چې طالبان به د دوحې د هوکړې شرایط ومني په خپله سر له افغانستان څخه ووتل.

نور خبرونه

رادیو