طالبان وايي، په دایکنډي کې به د اوو کانونو د ایستلو چارې داوطلبۍ ته وړاندې کړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۸

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د یکشنبې په ورځ د (زمري ۲۸مه) راپور ورکړی چې د دغې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت د اوو کانونو د ایستلو چارې داوطلبۍ ته وړاندې کوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د دایکنډي په میرامور ولسوالۍ کې یې د اوو کانونو سروې بشپړه کړې.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ په برکر، میرغلام او سنګرکش برکر کلیو کې یې اووه کانونه موندلي دي.

د دغه راپور له مخې، په دغو اوو کوچنیو کانونو کې مرمر ډبرې، ټراورټین، کرزوپراز، د ډبرو سکاره او درانه فلزات شامل دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د چنګاښ په ۱۹مه ویلي و، چې د کانونو په استخراج سره به پر خلکو د مالیاتو بار کم شي. هغه وويل: «موږ پر يوې سترې خزانې ناست يو، خو زموږ خلک لا هم په فقر کې ژوند کوي.»

د چنګاښ په میاشت کې، افغان ویټنس راپور ورکړ چې طالبانو د دریو کلونو څخه په کمه موده کې له ۱۵۰ شرکتونو سره له ۲۰۰ ډیر د کانونو قراردادونه لاسلیک کړي.

د معلوماتو له مخې د افغانستان د معدنی زیرمو ارزښت نږدې یو ټریلیون ډالره اټکل شوی دی. تر دې مخکې فارن پالیسي راپور ورکړی و چې د طالبانو د کانونو له عوایدو څخه ۱۴ القاعده پورې تړلې ډلې ګټه پورته کوي.

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

نور خبرونه

رادیو