طالبان د پاکستان حکومت او ټي ټي پي تر منځ د منځګړیتوب غوښتونکي شول

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۸

د طالبانو ویاند ویلي، که پاکستان یې ومني، دغه ډله کولای شي د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان تر منځ منځګړیتوب وکړي.

ذبیح الله مجاهد له اینډېپنډنټ اردو سره په مرکه کې ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان کورنۍ موضوع ده.

ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ د (زمري ۲۷مه) یو ځل بیا د طالبانو پر ژمنې ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي.

هغه وويل:«موږ غواړو چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولرو، له ګاونډي هېواد سره پراخې ژبنئ، مذهبي او کلتوري اړيکې لرو.»

د طالبانو ویاند ویلي، که پاکستان د تحریک طالبان پاکستان په اړه اندېښنه لري، له دې ډلې سره دې شریکه کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې «د رسنیو له لارې تورونه بې باوري زیاتوي.»

له دې یوه ورځ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د تحریک طالبان پاکستان غړي دې ور وسپاري.

په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتیدو سره، دغه هیواد په وار وار افغان طالبان ټي ټي پي ته په پټنځایونو ورکولو تورن کړي، طالبانو بیا هر ځل دغه تورونه رد کړي دي.

افغان او پاکستاني طالبان نږدې اړیکې لري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، طالبانو د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان د پوځ ترمنځ د خبرو اترو څو پړاوونه ترسره کړل.

خو هغه خبرې کومې پایلې ته ونه رسیدې.

نور خبرونه

رادیو