په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ریانووستي خبري اژانس ته ویلي «موږ له روسیې سره ښې اړیکې غواړو.»
نوموړي په دغه مرکه کې، چې نن خپره شوه، وویل: «له روسیې سره د افغانستان د پخواني حکومت د ښو اړیکو تصور کولناممکن وو.»
سهیل شاهین د خپلو څرګندونو په توجیه کولو کې وویل، چې د افغانستان پخوانی حکومت «امریکا پلوه» و.
روسیه د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پیژني، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري او په مسکو کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.
سهیل شاهین له ریانووستي سره په مرکه کې وړاندیز وکړ، چې له روسیې سره د طالبانو د اړیکو د پراخولو په موخه دي د طالبانو پلاوی مسکو او د روسیې پلاوی کابل ته سفر وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چنګاښ په اوله له افغانستان د ګواښونو د دوام په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې له طالبانو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د لا زیاتو بنسټیزو خبرو اترو اړتیا ده.
د سرګي لاوروف د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د ګډو مسلو په اړه له ټولو خواوو سره د «نتیجه محوره خبرو» ته چمتو دي.