د سروبي اوسېدونکي: د غلو وسلوالو ډلو په تېرو دوو اونیو کې اته کورونه لوټ کړل

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۷

د کابل د سروبي ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي، وسلوالې غدۍ یا د غلو ډلې په دغه ولسوالۍ کې پیدا شوې او په تېرو دوو اوونیو کې یې له اتو کورونو غلا کړې ده.

دوی افغانستان انټرنشنل- پښتو ته نن وویل، چې طالبانو دوه ځله ځینې غله ونیول، خو څه موده وروسته بې سزا له بنده ازاد شول.

د سروبي دغه اوسېدونکي زیاتوي، غله په ډله د خلکو کورونو ته اوړي او قیمتي توکي او نغدې پیسې غلا کوي.

د دوی په خبره، په وروستۍ یوه میاشت کې د طالبانو د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ په څو مېترۍ کې په لارو او کوڅو کې وسلوالو غلو ځینې کسان لوټلي دي.

د یو ځايي اوسېدونکي په وینا « وسله په لاس کسان د شپې خلکو ته دریږي، څه چې یې په جېبونو کې وي ترې اخلې یې، ان د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ په څو مېترۍ کې څو پېښې وشوې»

د سروبي دغو اوسېدونکو وویل، په وروستیو اوونیو کې د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ ته نږدې په تپه خان، دوهمه تپه، درېمه تپه، سرچینو او هودخېلو کلي کورونه لوټ شوي دي.

دوی زیاتوي وسلوالو غلو له دغو کورونو ګاڼې ،نغدې پیسې او موبیلونه وړي دي.

دوی همدراز زیاتوی، چې ځینې قومي مشرانو د طالبانو ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ته هم د جنايي پېښو په اړه شکایتونه وکړل، خو هغوی له خلکو غوښتي چې پر خپلو کورونو پیره وکړي او ځانونه وساتي.

د سروبي اوسېدونکي د طالبانو له کورنیو چارو وزارت او کابل ولایت له مسوولینو غوښتنه کوي، چې په دغه ولسوالۍ کې د روانو جنايي پېښو او ځانګړي ډول د غلا مخه ونیسي.

نور خبرونه

رادیو