د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې بریټانیا ورسره د افغانستان د خلکو د لاسنیوي په موخه ۴۰ مېلیونه پونډه چې له ۵۰ مېلیون ډالرو زیاتې پیسې کېږي مرسته کړې.
د خوړو نړۍوال پروګرام لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو نویو مرسته شویو پیسو سره دوی کولای شي له ۱.۲ مېلیونه وګړو سره د خوړو رسولو په برخه کې بېړنۍ مرستې وکړي.
د منځني ختیځ او د افریقا د شمالي برخو لپاره د بریټانیا د دولت وزیر هامیش فالکونر ویلي:« بریټانیا د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمنه ده. زموږ دغه نوې مرسته به د خوړو نړۍوال پروګرام ته د دې امکانات برابر کړي، چې د خوړو رسولو په برخه کې له یو مېلیون څخه د زیاتو اړمنو خلکو لاسنیوی وکړي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې له ۱۸.۶ مېلیونه اړمنو خلکو سره چې ۹.۴ یې ښځې او نجونې وې مرسته کړې ده.