د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د ازبکستان د لومړي وزیر له قوله راپور ورکړی، چې دا هېواد به په تاشکند کې ډېر ژر د طالبانو سفیر په رسمي توګه ومني.
د راپور له مخې، عبدالله عارفاوف د طالبانو د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او تعامل په پراختیا ټینګار کړی.
په راپور کې همداراز ویل شوي، چې مولوي عبدالکبیر له ټولو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو غوښتي، چې د دوی حاکمیت په رسمیت وپېژني.
نوموړي ویلي: «په نړۍوالو ناستو کې یوازې طالبان کولای شي چې د افغانستان او افغانانو ښه استازیتوب وکړي.»
د طالبانو یاد چارواکي ویلي، چې دغه ډله غواړي افغانستان د سیمې د اتصال نقطې په توګه مطرح کړي.
په راپور کې د مولوي کبیر له قوله لیکل شوي، چې په شانګهای سازمان کې به د افغانستان په ګډون سره د غړو هېوادونو ګډو اندېښنو ته ځواب وویل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ازبکستان لومړي وزیر د طالبانو د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال په ګډون د دوه میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۵ هوکړهلیکونه هم لاسلیک کړي دي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې په دې هوکړهلیکونو کې د ۱،۴ میلیارده ډالرو په ارزښت ۱۲ د پانګونې او د ۱،۱ میلیارد ډالرو په ارزښت ۲۳ سوداګریزې هوکړې شاملې دي.
دغه راز ویل کیږي، چې د ازبکستان لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر ته بلنه ورکړې څو تاشکند ته سفر وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې د سیمې په کچه یو لوړپوړی بهرنی چارواکی افغانستان ته سفر کوي.
که څه هم د طالبانو او ازبکستان ترمنځ اړیکې ښې دي، خو د دغه هېواد په ګډون د نړۍ هېڅ کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.