طالبانو په کندهار کې پر تفریحي لوبې لډو بنديز لګولی دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۷

په کندهار کې د طالبانو له لوري پر ځوانانو د بنديزونو په دوام دغه ډلې پر لډو لوبې هم بنديز لګولی دی.

د طالبانو امربالمعروف محتسبينو پر لارو، چيک پاینټونو او مېله ځايونو کې خلګو ته خبردارۍ ورکړی، چې لډو لوبه ونه کړي او که د لوبې پر مهال ونیول شي، د شکایت حق نه لري.

له کندهار څخه یو شمېر ځوانانو د جمعې او شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لېږلو پيغامونو کې ويلي، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو په مېله ځايونو کې ځوانانو ته ګواښ کړی، چې له دې وروسته د لډو لوبه ونه کړي.

د ځوانانو په خبره، چې دغه ډلې لډو لوبه د «وخت ضايع کېدونکې او عبث» کار بللی او په جدي ډول يې د نه کولو امر کړی.

طالبانو په کندهار کې تر دې وړاندي د ځوانانو ترمنځ په نورو محلي لوبو هم بنديزونه لګولي وو.

دغه ډلې په کندهار کې موسيقي، قیلون، قطعه بازي، اوږده ویښتان او ږېره جوړول، د لوبو پر مهال چکچکې او د ځوانانو پر ورته نورو سرګرمیو هم بنديزونه لګولي وو.

په کندهار کې د طالبانو له لوري پر لډو لوبې بنديز په ټولنيزو رسنيو کې د ځوانانو غبرګونه پارولي او ان يو شمېر کسانو د طالبانو پر دغه کړنې ریشخند وهلی.

يوه ځوان ليکلي: « له طالبانو لومړيتوبونه هېر دي او نن يې په کندهار کې تر ټولو ستر کار وکړ، لډو لوبه يې بنده کړه.»

د قاسم په نوم يو بل ځوان پر فېسبوک د لډو له عکس سره يو ځای ليکلي: « یو بام دوې هوا وي، لډو بیا ولي حرام شو؟ او ولي په نورو سېمو کې نه بنديږي.»

ديني عالم بشير احمد الحنفي وايي، هيڅ لوبه شرعا حرامه نه ده، تر هغو، چې یو ناوړه کار ورسره مل نه وي.

هغه د لډو بندولو له امله طالبانو ته په تمسخر ليکلي: «ښه سو چې لډو بند شو، دا د افغانستان په مخ خنډ و، د غزې مسلمانانو ته یې هم نقصان رسوی.»

په کندهار کې طالب پلوه نعمت الله شاکر بیا د طالبانو له دې پرېکړه سره موافق دی.

هغه وايي: « چکه یا لډو د نورو وارد شویو فرهنګونو په شان له منافق هېواد څخه وارده شوې لوبه ده، د لډو جوړولو کار خونې په منافق هېواد کې دي، حد اقل په دې سره به یې عايدات کم شي.»

طالبانو په کندهار کې د نورو ولایتونو په پرتله زيات بنديزونه لګولي، خلګ، ځوانان او د دغه ښار اوسېدونکې يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د کار نشتوالۍ او اقتصادي ستونزې، ځوانانو ته ژوند سخت کړی او د سرګرمیو بندیدیل به هغوی ته ژوند لا ستونزمن کړي.

کندهاري ځوانان وایي، چې طالبانو همېشه په دا ډول بنديزونو له خلګو خوښۍ اخيستي، چې پايلې به يې ښه نه وي.

نور خبرونه

رادیو