د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارف اوف نن (د زمري ۲۷مه) د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته ورسېد.
دغه وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي، د طالبانو د صنعت او سوداکرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د دغه وزارت معین احمدالله زاهد لهخوا یې تود هرکلی وشو.
کابل ته د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر عبدالله عارف د سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته او سوداګریزو اړیکو کې ګډون او د ازبکستان د تولیداتو د نندارتون پرانیستل دي.
د طالبانو د صتعت وزارت د مالوماتو له مخې، دغه نندارتون نن پرانیستل کېږي.
ازبکستان له طالبانو سره ډېرې نږدې اړیکې پالي او په هغه هېواد کې یې د دغې ډلې نوی سفیر هم منلی دی؛ خو لا یې هم د دغې ډلې لهخوا جوړ شوی حکومت د نورو هېوادونو په څېر په رسمیت نه دی پېژندلی.