د طالبانو د ریاست الوزار د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اف په حضور کې د دواړو خواوو ترمنخ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې پنځه تړونونه لاسلیک شول.
دغه تړونونه د طالبانو او د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس نن په اېکس کې لیکلي، چې په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ازبکستان لومړي وزیر په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان په ملاتړ د ټینګار کړی.
په دې مراسمو کې د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اف وویل چې «له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو یو او زموږ د جمهور رئیس نظر دا دی چې د افغانستان له اوسني حکومت سره له تعامل پرته پرمختګ ناشونی دی.»
باختر اژانس همدراز زیاتوي، چې د طالبانو او ازبکستان د کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او مالیې وزارتونو تر منځ هم تړونونه لاسلیک شوي دي.
طالبانو او ازبکستاني چارواکو ددغو لاسلیک شو تړونونو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.
د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارف اوف نند افغانستان او ازبکستان ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته ورسېد.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اېکس پاڼې خبر ورکړ، چې په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي، د طالبانو د صنعت او سوداکرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د دغه وزارت معین احمدالله زاهد لهخوا یې تود هرکلی وشو.