د پاکستان او ایران په سرحدي سیمه کې د «پنځو افغانانو» په ډزو ویشتل شوي جسدونه موندل شوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۷

د ایران پولې ته څېرمه د پاکستان د بلوچستان ایالت په چاغی سېمه کې د پنځو تنو جسدونه د برېښنا له ستنو سره ځړول شوي دي. پولیسو تایید کړې، چې وژل شوي کسان د افغانستان د هلمند ولایت د لښکرګاه اوسېدونکي دي.

مړي د کوټې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بلوچستان د چاغي سيمه ييزو پوليسو ويلي، چې دغه پنځه کسان په يو بل ځاى کې وژل شوي؛ خو د بلوچستان ايالت د چاغي سیمې دالبندين کلي ته لېږدول شوي دي.

پولیس د دالبندین کلي ته د جسدونو د لیږدولو انګیزه څیړي.

په سیمه کې یو جګپوړي دولتي چارواکي عتیق شهواني د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «دغه جسدونه ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي. ډاکټرانو تایید کړې، چې د مړینې لامل یې په مرمیو لګیدل دي، چې ډیری یې پر سینه لګیدلې دي.»

په ټولنیزو شبکو کې د دغو پنځو کسانو د جسدونو عکسونه، چې د برېښنا پر ستنو ځړول شوي وو، خپاره شوي دي.

دالبندين د پاکستان د بلوچستان ايالت د چاغي ولسوالۍ يو کلی دی.

دغه کلی د ایران پولې ته څېرمه پروت دی او په سرحدي سیمه کې یو له مهمو نقطو څخه بلل کېږي، په دې سیمه کې بېلتون غوښتونکې پوځي ډلې فعالې دي.

پولیسو تر اوسه د قربانیانو د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، تر اوسه کومې ډلې د دغو کسانو د وژلو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د قربانیانو د هویت او د وژلو د عاملینو په اړه ناتایید شوي راپورونه

ځینو سیمه ییزو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د دې پېښې قربانیان د پخواني افغان حکومت پنځه امنیتي سرتېري دي. رسمي سرچینو تر اوسه دغه معلومات نه دي تایید کړي.

د روان کال د زمري په لومړیو کې جیش العدل د پنځو افغانانو یوه ویډیو خپره کړه، چې د دوی په توقیف کې وو او ادعا یې وکړه، چې دغه کسان د جیش العدل د یو مشر په وژلو کې لاس لري.

جیش العدل هغه وخت ویلي وو، چې دغه پنځه کسان د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي وو.

جیش العدل پر دوی تور ولګاوه، چې د ایران د سپاه پاسداران له «ترهګرۍ او جاسوسۍ شبکې» سره تړاو لري.

په خپره شوې ویډیو کې دغه کسان د جیش العدل د غړو په وژلو تورن شوي دي.

دغې اسلامپالې ډلې هغه مهال ویلي و، چې دغه کسان یې په اعدام محکوم کړي دي.

جیش العدل د دغو کسانو د برخلیک په اړه کوم نوي معلومات نه دي خپاره کړي.

نور خبرونه

رادیو