طالبان وايي له ازبکستان سره یې د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۷

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال رسنیز دفتر وايي، چې په کابل کې د ازبکستان د لومړي وزیر په حضور کې د ۲،۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت ۳۵ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

دغه دفتر وايي، د ۱،۴ میلیارده ډالرو په ارزښت یې د پانګونې په برخه کې او د ۱۲ هوکړه لیکونه یې د ۱،۱ میلیارډو ډالرو په ارزښت په سوداګریزه برخه کې لاسلیک شوي دي.

طالبانو ویلي، چې د دې تړونونو په عملي کېدو سره به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې او د سوداګرۍ کچه به د پام وړ لوړه شي.
تر دې مخکې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې له ازبکستان سره یې د سوداګرۍ او پانګونې پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
دغه هوکړه لیکونه له ازبکستان سره د مالیې، کرنې، کانونو او پټرولیم وزارتونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارف اوف د شنبې په ورځ د (زمري ۲۷مه) نېټه د یو دولتي پلاوي په ملتیا کابل ته راغی او د کابل په هوايي ډګر کې یې د طالب چارواکو له خوا تود هرکلی وشو.
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي، چې دغه هوکړه لیکونه د طالبانو د لومړي وزیر د مرستیال عبدالغني برادر او د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف اوف په حضور کې لاسلیک شوي دي.
د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې عبدالله عارف اوف وايي، چې ازبکستان په نړیوالو فورمونو کې د طالبانو ملاتړ کوي.
دغه وزارت همداراز زیاته کړې، چې عارف اوف له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو تعامل د افغانستان په پرمختګ کې اغېزمن بولي.
د پنجشنبې په ورځ (زمري ۲۵) طالبانو اعلان وکړ چې د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ازبکستان او اذربایجان له استازو سره د سوداګریزو اړیکو د زیاتولو په موخه کتلي دي.
په همدې حال کې طالبان هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او په وروستیو اونیو کې ازبکستان د دې ډلې له خوا ورپيژندل شوی ډیپلوماټ په دغه هېواد کې د افغانستان په سفارت کې د سفیر په توګه منلی دی.

نور خبرونه

رادیو