د طالبانو د دفاع وزارت وايي، چې یعقوب مجاهد د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې په ډیورنډ کرښه له نویو جوړېدونکو امنیتي پوستو څخه ليدنه وکړه.
دغه وزارت په اېکس پاڼه کاږلي، چې په دغه لیدنه کې چې د جمعې په ورځ د (زمري په ۲۶مه) وشوه له هغه سره د دغه وزارت ځینو لوړ پوړو چارواکو هم ملتیا کوله.
د دغه وزارت په وینا، د دغې لیدنې پرمهال نوموړي د فرضي کرښې بينشاهي کنډو کې له نويو جوړیدونکو پوستو څخه ليدنه وکړه.
نوموړي همدارنګه هلته خپلو ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې د هېواد له پولو او ځمکنۍ بشپړتيا څخه په کلکه دفاع وکړي.
دغه وزارت لیکي، چې هغه د نورو نویو پوستو د جوړولو تر څنګ د نورو هر اړخيزو امکاناتو او اکمالاتو د ترسره کولو ژمنې هم وکړې.
دغه لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې همدا تېره اونۍ دپه ډیورنډ کرښه د نویو پوستو د جوړولو پر سر د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ سخته نښته شوې وه.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه نښته کې د پاکستاني ځواکونو لهخوا د یوې هاوان مرمۍ له امله یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي وو.