په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې د متحده ایالاتو پوځي ځواکونه د افغانستان په جګړه کې له ماتې وروسته له دغه هېواده وتلي دي.
هغه وویل، چې امریکا «له یوې ستراتیژیکې پرېکړې» وروسته له دغه هېواده ځکه ووتله چې دلته روانه جګړه د دوی په ګټه نه وه.
خلیلزاد په دې باور دی، چې «امریکا په افغانستان کې خپل هغه هدف ته رسېدلې، چې له امله یې افغانستان ته راغلې وه؛ هغه هم د ترهګرۍ کابو کول و، چې د امریکا ګټې یې زیانمنې کړې وې.»
طالبانو (د زمري ۲۴مه) د «فتحې د ورځې» او په افغانستان کې د امریکا د ماتې په نامه ونمانځله.
امریکا د دوحې تړون له مخې چې له طالبانو سره یې لاسلیک کړی و، (د زمري په ۲۵مه) له افغانستانه ووتله او ورسره هممهاله له کابله د اشرف غني له وتو سره جوخت د افغانستان دولت ړنګ شو.
د امریکا پخواني سفیر د افغانستان انټرنشنل خبریال ته وویل:« پر افغانستان د امریکا د برید ستر لامل، د سپټمبر د یوولسمې بریدونه او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه وه. امریکا په افغانستان کې خپلې امنیتي ګټې خوندي کړې.»
ښاغلي خلیلزاد وویل، چې د امریکا لپاره په افغانستان کې د ډیموکراټیک نظام څخه، «له ترهګرۍ سره مبارزې او د امنیتي ګواښونو مهارولو» ډېر اهمیت لاره.
تر دې وړاندې خلیلزاد د ۱۴۰۲ کال د سلواغې په میاشت کې د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي و، چې واشنګټن خپله پاملرنه او ځواکونه د چین او روسیې سره د شته سیالیو له مخې په افغانستان کې مېشت کړي وو؛ نو له دې امله یې هلته د پاتې کېدو لپاره لېوالتیا نه لرله.
که څه هم چې د خلیلزاد د ارزونو له مخې امریکا په افغانستان کې خپلو مثبتو موخو ته رسېدلې؛ خو د امنیت شورا په راپور کې داسې ښکاري، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتهوالي له امله لا هم اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي.
پر لګول شویو بندیزونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مسلکي ډلې د چنګاښ په میاشت کې په یو ۲۶ مخیز راپور کې لیکلي و، چې لا هم ترهګرې ډلې ځانونه په افغانستان کې ډېر خوندي ګڼي او له هغوی سره د طالبانو راشه درشې په نورو ګاونډیو هېوادونو کې د ترهګرو د نفوذ لپاره زمینې برابرې کړې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو کمزوریو القاعده او داعش ډلې ته نوې ساه وربخښلې ده.او القاعده ډلې پټ په پټه د کابل او ننګرهار په ګډون په پنځو ولایتونو کې مرکزونه او دفترونه پرانیستي دي.
له دې سره هممهاله پنټاګون (د زمري په ۲۴مه) وویل، چې د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه د افغانستان په د ننه او د هغه په شاوخوا کې «له نږدې څاري.»
تر دې وړاندې، امریکايي چارواکو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي وو، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر خوځښتونو د هوايي څارنې له لارې خپل کنټرول ساتي.
خو ښکاري داسې چې واشنګټن له طالبانو سره شوې هوکړې ته په مثبت نظر ګوري او داسې انګیري، چې طالبان لا هم پر هغې کړې ژمنې ولاړ پاتې دي، چې ویلي یې و هېڅ یوې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي.