په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا رياست وايي، د هغې پاکستانۍ ډاکترې کتنځی یې تړلی چې د دوی په وینا د ډاکترۍ قانوني اسناد یې نه لرل او له دوی څخه یې د کار کولو جواز هم نه و اخیستی.
په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، دغې ډاکترې د پروفیسرې په نوم ناروغان کتل او په بدل کې یې له هغوی زیاتې پیسې هم اخیستې.
دغه چارواکي وايي، دغې ډاکترې له یوه ناروغ څخه ۱۲ زره افغانۍ اخیستې وې چې د هغې د کتنځي د تړلو پر مهال دغه پیسې بېرته ناروغ ته وسپارل شوې.
په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا رياست خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د تقلبي ډاکټرانو کتنځایونو ته دې نه ورځي او که په داسې جعلي او ناقانونه ډاکترانو پېښېږي؛ نو د دغه ریاست چارواکو ته دې خبر ورکړي.
په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو په ترڅ کې په ډېرو سیمو کې بې سنده ډاکترانو کتنځایونه پرانیستي، چې تر ډېره یې خلکو ته د ګټې پر ځای تاوانونه هم اړولي دي.
یو شمېر خلک وایي، که طالب چارواکي د دغسې بې ډیپلومه ډاکترانو مخه و نه نیسي؛ نو پایلې به یې د ناروغانو لپاره ډېرې خطرناکې وي.