خراساني: د طالبانو لپاره د خپل ټول قوم په مقابل کې ودرېدم

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۶

د پکتیا د احمدابا لپاره د طالبانو پخوانی ولسوال وايي، کله چې په پنجشېر کې هر څوک د طالبانو پر ضد و، نو د خپلو "خلکو" په وړاندې ودرېد او د طالبانو ملاتړ یې وکړ.

عبدالحمید خراساني ویلي چې اوس «د طالبانو مشري د یو قوم په لاس کې ده او له نورو سره د غلامانو په څېر چلند کېږي.«

د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د طالبانو پخواني ولسوال عبدالحمید خراساني په دې وروستیو کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

مجاهد خراساني "بې کوره" بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو په اداره کې هېڅ رول نه لري.

خراساني دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وويل: «په داسې وخت کې چې د پنجشېر خلک د طالبانو پر وړاندې په کلکه ولاړ وو او هغوي د يوې مرمۍ د وېشتلو امکان نه درلود، ما د طالبانو ملاتړ وکړ او د خپل قوم پر وړاندې ودرېدم. اوس چې تاسې د واک او نظام خاوند یې، مونږه بې کوره معرفي کوي او تاسې پخپله د کور خاوند يې؟»

خراساني دا هم ویلي، چې کابل ته د دې ډلې تر راتګ مخکې د ذبیح الله مجاهد په ګډون طالب چارواکو له ده څخه په پنجشېر کې د پوځي عملیاتو غوښتنه کړې وه، «خو اوس چې قدرت یې په لاس کې اخیستی دی، ما بې کوره بولي.»

تر دې مخکې ذبیح الله مجاهد د ایران له تسنیم خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و، چې خراساني د طالبانو په اداره کې کوم مقام نه لري او د هغه څرګندونې د طالبانو د ډلې د نظر انعکاس نه کوي.

نور خبرونه

رادیو